امنیت

په زابل کې دتښتول شويو پوليسو دموندلو لپاره پلټنې پيل شوي دي

کابل باختردزمري دمياشتې ٤ :

دزابل ولايت امنيه قوماندان وايي چې په دغه ولايت  کې  دسيمه ييزو پوليسو دتښتول شويو منسوبينو دموندلو لپاره پلټنې پيل شوي دي  خو تراوسه پورې دهغوي دبرخليک په باب خبرنه دى ترلاسه شوى.

وسله والو طالبانودوه شپې مخکې  دوولس تنه سيمه ييز پوليس دزابل ولايت  دشاه جوي له ولسوالۍ دکلاخيلو له سيمې څخه وتښتول.

دزابل ولايت امنيه قوماندان  غلام سخي روغ ليوني نن  باختراژانس ته وويل 

تښتول شوي  پوليس لومړى  دخپل يو ملګري په همکاري مسموم او وروسته  دوسله والو طالبانو له خوا  له پنځو  کلاشينکوفونو سره وتښتول شول.

ده وويل چې تراوسه پورې  ددوولسو تنو تښتول شويو پوليسو دبرخليک په باب  کوم خبرنه دى ترلاسه شوى  خو دهغوي دموندلو لپاره پلټنې  پيل شوي دي او دهغوي دخلاصون لپاره يې له قومي مخورو څخه دمرستې غوښتنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته