امنیت

د پنجشیرپه شتل ولسوالۍ کې یوه اندازه مهمات کشف شول

کابل / د مرغومي / ۱ / باختر
د پنجشیرپه شتل ولسوالۍ کې د اسلامي امارت سیمه ییزو مسوولینو نن په دغه ولسوالۍ کې د یوې اندازې مهماتو د کشف او ضبط خبرورکړ.
د شتل ولسوالۍ یوه مسوول باخترآژانس ته وویل چې دغه مهمات د شتل ولسوالۍ په مربوطاتوکې د اسلامي امارت د دفاعي او امنیتي ځواکونو په هدفمندوعملیاتوکې ترلاسه شوي دي.
هغه وویل چې دغه ډول ډول مهمات دي او د دغه ولسوالۍ د استخباراتود هلې ځلې په پایله کې ترلاسه شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت دفاعي او امنیتي ځواکونو د دغه ولسوالۍ د خلکود ښه امنیت د تامینولولپاره غواړي دغه ولسوالۍ د وسلواو مهماتوله شتون څخه پاک کړي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته