امنیت

استراليا له ٢٠١٤ کال وروسته دملي اردو په روزنه کې مرسته کوي .

کابل باختر  دچنګاښ دريمه

 په هغې کتنه کې چې نن دملي دفاع وزير ستر جنرال  عبدالرحيم وردګ  اوداستراليا ددفاع وزارت دمرستيال ترمنځ وشوه  په برياليتوب سره دامنيتي مسووليتونو دليږد ددريم پړاو په باب  خبرې وشوې .

 دملي دفاع وزارت ويندوى باختر اژانس ته وويل: په دې کتنه کې دملي دفاع وزير دامنيتي مسووليتونو لپاره دملي اردو د چمتو والي او پراختيا په باب معلومات ورکړل او دايساف دځواکونو په چوکاټ کې يې داستراليايي  عسکرو فعاليت چې په ارزګان ولايت کې  ميشت دي وستايه .

 په مقابل کې داستراليا ددفاع وزارت مرستيال له  ٢٠١٤ کال وروسته دافغان ځواکونو دروزنې په اړوند دخپل دولت ملاتړڅرګند کړ .

 استراليا څه ناڅه يو زرو شپږ سوه عسکر په افغانستان کې لري  .

 ديوبل خبر له مخې،  دهيواد دوسله والو پوځ لوى درستيز سترجنرال ارکان حرب  شير محمد کريمي  نن داستراليا  ددفاع وزارت له مرستيال سره وکتل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته