ټولنه

په خوست ولايت کې ديوه پله دجوړولو کار بشپړشو

کابل باختر دتلې دمياشتې  ٢١ :
دخوست ولايت دفارم باغ دپله دجوړولو کار بشپړ اونن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
دخوست والي عبدالجبار نعيمي ددغه پله  دپرانستلو په وخت کې دباخترآژانس خبريال ته وويل :  دغه پل  يوسلو شپيته متره اوږدوالى او لس متره سور لري چې ددغه ولايت په مرکز پورې اړوند په متون ساحه کې جوړشوى دى .
دخوست والي زياته کړه چې دغه پل دنړيوال بانک په مرسته  دشپږاويامليونو افغانيو په لګښت  په دغه ولايت کې جوړشوى دى .
والي   زياته کړه چې ددغه پله دجوړولو پلان څلور کاله مخکې طرحه شوى و
او دده دڅرګندونوله مخې، دغه پل د دومنده او متون ولسوالۍ  له يوې بلې سره نښلوي.
عبدالجبار نعيمي ددغه پله جوړول دترانسپورتي ستونزو په لرې کولو اوپه  لنډ
وخت کې دناروغانو په ليږدونه  او دخوست پوهنتون ته دمحصلانو په تګ راتګ کې يو ګټور او اغيزمن ګام وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته