خبرونهامنیت

په هرات کې د وسلو او مهماتو یوه زېرمه کشف شوې

کابل، د وري ۱۳مه، باختر

د هرات د امنیې قومندانۍ اړوند د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو په دغه ولایت کې د  وسلو او مهماتو د یوې زېرمې د کشف او نیولو خبر ورکړی دی.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالله انصاف باختر آژانس ته وویل چې په دغو وسلو او مهماتو کې ۱۱ لاسي بمونه، ۲۳ د پولیسو خولۍ، ۸ د راکټ مرمۍ، ۳ د ټوپ مرمۍ، ۱۹ د هشتاد دو مرمۍ، ۹۱ د زیکویک مرمۍ، ۵۶ د دهشکې مرمۍ، ۳۰۰ د پیکا مرمۍ، یو صندوق اکایز، ۷ چانټې او ګڼ شمېر نورې وسلې او مهمات شامل دي.

نوموړي د دغو وسلو او مهماتو په تړاو د کوم چا د نیولو په اړه څه ونه ویل.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات نیولي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته