
کابل، د وري ۱۵مه، باختر
د روزګان د امنیې قوماندانۍ اړوند زبیر ابن عوام د نظامي معسکر او د اسلامي پولیسو د ښونیز مرکز څخه ۴۰ پولیس تر ۴۵ ورځنۍ زده کړو ورسته فارغ شول.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د دغه ولایت امنیې قومندان ملا عبدالله حاجي بشیر، د سهیل زون د اسلامي پولیسو د ښونیز مرکز قومندان مولوي مطیع الله فاروقي او د دغه ولایت د یو شمېر نورو نظامي او ملکي ادارو مسوولینو برخه اخیستې وه.
په پیل کې د روزګان د امنیې قومندان ملا عبدالله حاجي بشیر ټولو فارغ شویو پولیسو ته مبارکي وویله او له هغوی څخه یې د لا ښه خدمت هیله وکړه.
حاجي بشیر زیاته کړه، چې د یاد ښوونیز مرکز له دوهمې دورې څخه ۴۰ پولیس له ۴۵ ورځو اسلامي، عقیدتي او مسلکي توګه تر روزنې وروسته ټولنې ته د خدمت په توګه وړاندې شول.
په پای کي د روزګان ولایت امنیه قومندان ملا عبدالله حاجي بشیر ټولو فارغ شویو پولیسو او د یاد نظامي معسکر استادانو ته نغدي جایزې هم ورکړې.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم له دغه روزنیز مرکز څخه ۲۳ تنه فارغ شوي وو.
لمر