
کابل، د وري ۱۷مه، باختر
په روزګان کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت مسوولین وايي، چې تېر کال د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې ۳۵۰ تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي، چې ۲۳۰ کسان یې مجازات کړي او شاخوا ۱۲۰ کسان اوس هم په محبس کې دي.
د دغه ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر سردار محمد ګلاب باختر آژانس ته وویل، چې په دغه موده کې یې ۱۸ زره ۴۳۴ کیلوګرامه نشه یي توکو د قاچاق مخه نیولې او سوځول شوي دي.
ګلاب زیاته کړه، چې په دغو توکو کې ۱۵ زره ۷۵۰ کيلو اوومان،۵۹۰ لېټره تيزاب، ۱۸۰ ګرامه هيروين، ۶۴۲ ګرامه ښيښه او نور بېلابېل نشه یي توکي شامل دي.
لمر