امنیت

په ننګرهارکې ۲۵ تنه داعشيان او طالبان د سولې له بهير سره يوځاى شول

کابل باختر دمرغومي نولسمه :
پنځه ويشت تنه وسله وال طالبان او داعشيان پرون  په ننګرهار ولايت کې د سولې له بهير سره يوځاى شول .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو وياند جګړن محمد هارون يوسفزي باختر آژانس ته وويل چې دوسله والو طالبانو د دوو تنو قوماندانانو په ګډون ۱۶تنه طالبان او د  داعش د ډلې د يو قوماندان په ګډون ٩ تنه داعشيان چې د اچين، هسکې مينې، پچير او اګام، غني خيلو او د خوږيانيو په ولسواليوکې د دولت پرخلاف  فعاليتونه کول، له جګړې څخه لاس واخيست او دسولې له بهير سره يوځاى شول.
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په ننګرهار ولايت کې جوړه شوې وه، د سولې له بهير سره يو ځاى شويو کسانو ته وويل: دوى له هغه وروسته چې پوه شول چې جګړه او فعاليت د ګاونډي هېواد په ګټه او د خپل هېواد په زيان ترسره کوي، له جګړې څخه لاس واخيست او د سولې لاره يې غوره کړه.
  دغه راز ديني عالمانو د افغانستان د حکومت په مقابل کې جګړه ناروا وبلله او له وسله والو مخالفينو څخه يې وغوښتل چې له افغان وژنې څخه دې لاس واخلي.
مولوي حبيب الله جلال آبادي د سولې له بهير سره د وسله والو مخالفينو پيوستون  وستايه او ټينګار يې وکړ چې نور د قرآن عظيم الشان له حکمونو څخه دې سرغړونه نه کوي .
ختم_ ج +_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته