خبرونهاقتصادټولنه

روزګان کې د شاوخوا ٩٠٠ میلیونو افغانیو په لګښت د ۲۱۹ پروژو چارې پیل شول

کابل، د کب ٢٦مه، باختر
د روزګان د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په چورې او چنارتو ولسوالیو کې د شاوخوا ٩٠٠ میلیونو افغانیو په لګښت د ۲۱۹ پروژو چارې پیل شوې.
د دغه ولایت د کليو، بيارغونې او پراختیا رئيس ملا عبدالغني بلال په یاد ولایت کې د دغه ډول پروژو پر پیلېدو خوښي وښوده او له نورو موسسو یې هم غوښتنه وکړه، چې په دغه ولایت کې دې ته ورته نورې پروژې هم پلې کړي.
ورته مهال د یادو پروژو د پلې کوونکې نسايي انکشافي موسسې استازی زبیر احمد بدلون باختر آژانس ته وویل، چې دغه ٢١٩ بېلابېلې پراختیایي پروژې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د شاوخوا ٩٠٠ ميليونو افغانيو په لګښت پلې کېږي.
د هغه په خبره، د دغو پروژو چارې به په راتلونکي یو نیم کال کې بشپړې شې، چې په کې به ١٠٠ زره کسانو ته د کار زمينه برابره شي.
لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا