نړۍ

په شمالي وزيرستان او د کرمې ايجنسۍ په قبايلي سيموکې د يوه افسر او د اتو تنو مليشه طالبانو وژل کيدل

پيښور – دان – باختر د کب دمياشتې دويمه
په شمالي وزيرستان او د کرمې ايجنسۍ په قبايلي سيموکې د يوې نښتې له امله د پوليسو يو افسر او اته تنه مليشه طالبان ووژل شول.
باختر آژانس د بهرنيوخبرځايونو له خولې خبر راکړ: په هغې جګړه کې چې د شمالي وزيرستان په داتاخيلو سيمه کې ونښته؛ مليشو د استوګنې له يوه کورڅخه په امنيتي ځواکونو چې په عملياتوکې وو؛ ډزې وکړې.
د متقابلو ډزو له امله د پوليسو يو افسر او پنځه تنه مشکوک مليشه طالبان ووژل شول او يو عسکر ټپي شو.
دغه راز د طالبانو درې نورې مليشې د کرمې ايجنسۍ په سيمه کې د امنيتي ځواکونو په متقابلو ډزوکې ووژلې شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته