
کابل، د غوایي ٢٢مه، باختر
د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د رئیس الوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په ځانګړې پاملرنې د ۵۰۰ میلیونو افغانیو په لګښت د یوه عصري او پرمختللي عیدګاه جامع جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د دغه ولایت د حج او اوقافو رئیس مولوي عطاء الله خادم وویل، چې یاد جامع جومات د ریاست والوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په ځانګړې پاملرنې د هېواد د ملي سوداګرو په همکارۍ د ۵۰۰ میلیونو افغانیو په لګښت جوړېږي، چې چارې به یې د ١٨ میاشتو په موده کې بشپړې شي او په یوه وخت کې به د ٧ زره لمونځ کوونکو د ځایولو وړتیا ولري.
نوموړي د هغو ټولو کسانو مننه وکړه چې د یاد عیدګاه جومات لپاره یې دغه ځمکه وقف کړې او د ټولو ولسونو یې وغوښتل چې د یاد جامع جومات په جوړولو کې خپله همکاري نوره هم زیاته کړي.
بل لور ته د روزګان والي مولوي محمد علي جان احمد د رئیس الوزراء د لومړي مرستیال ملا عبد الغني برادر اخوند د هلو ځلو او ځانګړې پاملرني مننه وکړه او دا یې د دې ولایت لپاره یوه لویه لاس ته راوړنه یاده کړه.
نوموړي د هغو سوداګرو او ولسونو مننه وکړه، چې د یاد عیدګاه جومات کې همکاري کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د یاد عیدګاه جومات د احاطې د بنسټ ډبرې ایښودو لپاره د ریاست الوزراء لومړي مرستیال ملا عبد الغني برادر اخوند خپله یاد ولایت ته سفر کړی و.
لمر