ټولنه

کابل ښاروال په بېلابېلو ناحيو کې پر مستحقو کسانو د غنمو د وېش بهير وڅاره

کابل / د وري ۱۶ مه / باختر
کابل ښاروال محمد داوود سلطانزوى د کابل ښار په ځينو ناحيوکې پر مستحقو کسانو د غنمو د وېش بهير وڅاره.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ کابل ښاروال د ديني عالمانو، د جوماتونو د ملا امامانو، امنيتي مسوولينو، د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو او د نورو اړوندو ادارو  د کارکوونکو د هلوځلو له امله په قدردانۍ سره د کابل ښار پر مستحقو خلکو د دغو مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
د جمهوري رياست د مقام د لارښوونې له مخې؛ پر هغو کابل ښاريانو د مرستو د وېش بهير چې په کابل ښارکې چې د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي په خاطر په کابل ښارکې د قرنطين په دليل زيانمنونکي دي؛ په ځينو ناحيوکې پيل شوى دى او دغه بهير به د کابل ښار په ټولو ناحيو کې دوام وکړي.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته