کندز باختردليندۍ دمياشتې٣٠ نيټه :
دوسله والو طالبانو تش په نامه ولسوال پرون د کندز ولايت په خان آباد ولسوالۍ کې ووژل شو.
د ٢٠٩شاهين قول اردون دمطبوعاتو مسوول جګړنم نصرت الله جمشيدي باختر آژانس ته وويل ؛ دخان آباد ولسوالۍ لپاره د وسله والوطالبانو تش په نامه ولسوال مولوي دوست محمدکله يې چې غوښتل ددغې ولسوالۍ په اقتاس کلي کې دملي اردو دمنسوبانو له کلابندۍ څخه وتښتي ، دطالبانو له خوا په يوه ښخ کړاى شوي ماين وخوت چې د ماين دچادونې له امله ووژل شو.
1 د یوې دقیقې څخه لږ