امنیت

په قندهارکې د يو جومات ملا امام شهيد شو

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٢٨
د قندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې د يوه جومات ملا امام د ماين د چاودنې له امله شهيد شو.
د قندهار ولايت وياند صميم خپلواک د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه تير ماښام هغه وخت رامنځته شوه چې د پنجوايي ولسوالۍ د جومات ملا امام کله چې د جومات په لور روان و؛ په ښخ کړي شوى ماين وخوت چې د چاودنې له امله يې شهيد شو.
خپلواک وويل: په دې پيښه کې دوه تنه سيمه ييز پوليسان هم ټپيان شوي دي .
خپلواک زياته کړه: د قضيې په اړوند يو تن له يوې اندازې چاويدونکو توکو سره په ساحه کې نيول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته