کابل / د کب ۹ مه / باختر
د ننګرهار د ولایتي شورا یو غړی عبدالقهار قدیر نن غرمه په جلال آباد ښار کې په چاودنه کې ټپي شو.
د ننګرهار یوې امنيتي سرچینې باختر آژانس ته وویل چې په دې چاودنه کې د ننګرهار د ولایتي شورا غړی عبدالقهارقدیر ټپي شو او یو ساتونکی يې ووژل شو.
تراوسه هېچا د دغې چاودنې مسوولیت نه دی منلی، خو سیمه ییز خبرځایونه یې وسله وال طالبان عاملین بولي.
پای/ع
3 د یوې دقیقې څخه لږ