امنیت

يوه لس کيسزه ډله وسله وال مخالفين په بادغيس کې له دولت سره يوځاى شول

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ٢٣ :
يوه لس کسيزه ډله  وسله وال مخالفين  په بادغيس ولايت  کې دسولې  له بهيرسره يوځاى شول.
دبادغيس ولايت دملي امنيت درياست مرستيال ابوبکر سرخابي دباختر آژانس  خبريال ته وويل : دغه لس کسيزه ډله  وسله وال مخالفين  چې پخوا دبادغيس ولايت دقادس او آبکمري په ولسواليو کې  په ورانکارو اوتروريستي  فعاليتونو بوخت وو  او  دملي روغې  جوړې دتګلارې په رښتينولۍ  باندې په پوهيدو سره دسولې له بهير سره يوځاى شول .
يوه  اړونده خبرځاى  وويل  : دغو کسانو خپله لس ميله وسله هم دولت  ته سپارلې ده .
دسرخابي دڅرګندونو له مخې،  دملاعبدالفتاح  او ملاشاګل په  نومونو  ددغې ډلې قوماندانانو دخبرو په ترڅ کې  له دولت څخه وغوښتل چې   دوى ته دکار زمينه برابره شي   او دوى به  دامنيت په تامينولو کې  له دولت سره همکاري وکړي.
دبادغيس  دسولې دکميټې دولايتي شورا رييس عبدالخليل وويل :  دسولې له بهير سره يوځاى شويو کسانو ته حرفوي  او دليک لوست دزده کړې کورسونه  جوړ شوي دي چې دوى له  دې لارې  وکولاى شي په کار وګومارل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته