سیاست

د بهرنيو چارو وزير: بايد د افغان مهاجرينو د راستنولو لپاره يوه هر اړخيز طرحه برابره شي

کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٩
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني په کابل کې د آلمان د فدرالي جمهوريت له سفير سره په کتنه کې ټينګار وکړ چې د افغانستان په نظر د پناه غوښتوونکو ستونزه، د افغانستان او آلمان دوه اړخيزه ستونزه ده او بايد دواړه هيوادونه په ګډه د حل لاره ورته ولټوي.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
ښاغلي رباني په آلمان کې د افغانستان د پناه غوښتوونکو د اوسنۍ ستونزې د حل کولو لپاره دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت د طرحې په باب په کابل کې ددغه هيواد سفير ته وويل: افغانستان غواړي د آلمان له جمهوريت او د پناه غوښتوونکو په چاروکې د ملګرو ملتو د سازمان له عالي کميشنرۍ سره د يوې هر اړخيزې طرحې په باب کار وکړي او د آلمان له دولت څخه غواړو چې ددغه هيواد دپناه غوښتوونکو د دوسيو په څيړنه کې لکه څنګه چې د پناه غوښتوونکو په چاروکې د ١٩٥١ کال کنوانسيون او کورني قوانين يې په پام کې نيسي؛ د هيواد د ځينو سيمو اوسنى امنيتي حالت او د را روان ژمي فصل ته هم پاملرنه وکړي او په سخاوتمندانه نظر سره ورسره چلند وشي.
د آلمان سفيرڅرګنده کړه چې د روان ميلادي کال له پيل څخه د اکټوبر د مياشتې تر پاى پورې ٨٣ زرو تنو افغانانو د آلمان په فدرالي جمهوريت کې د پناه غوښتنې غوښتنليکونه ورکړي دي چې له دې جملې څخه په سولوکې ٤٣ تنه يې منل شوي او په سلوکې د ٥٧ تنو نورو په باب تر اوسه پورې تصميم نه دى نيول شوى، يوازې ٧ تنه افغانستان ته راستانه کړاى شوي دي.
ښاغلي پوتسل د خپلو څرګندونو په دوام زياته کړه: هغه محکمې چې اصلي هيوادونو ته د پناه غوښتوونکو د ستنولو پريکړه کوي؛ په دې باب به په احتياط سره او د افغانستان د حالت په پام کې نيولو سره تصميم ونيسي.
د يادونې وړ ده:  ټاکل شوې ده په ډير لنډ ممکن وخت کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير په دې باب د آلمان د بهرنيو چارو له وزير سره ټيلفوني خبرې وکړي .
د يو بل خبر له مخې:
د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني نن په کابل کې د عراق جمهوريت له سفير ښاغلي ارشد عمر اسماعيل سره چې په افغانستان کې د دغه هيواد د سفيرپه توګه کاري دوره يې پاى ته رسيدلې ده؛ د مخې ښې کتنه وکړه او د افغانستان او عراق ترمنځ د دوستانه اړيکو د پراختيا په لاره کې يې د ده د کړنو او هلوځلو له امله مننه وکړه او د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو په لازياتې پراختيا باندې يې ټينګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته