سیاست

د جمهورريیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

کابل / د وري ۲٩ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمداشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه پرون مازیګر په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ په پیل کې جمهورريیس غني د هېواد د  امنیت د تامین په برخه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو او همدا راز له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ، کارکوونکو او روغتیایي پرسونل شپه او ورځ زیار او خدمتونه وستایل.
د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د منابعو موندلو او په مشخصو پروګرامونو کې د کاري ګروپونود ایجاد لپاره د افغانستان اسلامي جمهوري دولت طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې له هراړخیزو بحثونو وروسته کابینې د ملي طرحې په توګه په پرنسیب کې تصویب کړه.
همدا راز د کابینې له غړو وغوښتل شول چې خپل ټول نظریات او وړاندېزونه په لیکلي بڼه برابر او د حکومت رهبري ته وړاندې کړي.
په دې طرحه کې د خطر مدیریت، د مدیریت د تغییر طریقې ته بدلون ورکول، احتمالي پړاوونه، د ټولنې او متضررو ډلو غبرګون، د ټولنې هیلې، د مارکېټ ځواب او هیله او د دولت ځواب، تفصیلي موضوعات شامل دي.
دغه طرحه له کرونا ویروس سره د مبارزې بهیر د غوره مدیریت په خاطر له نړیوالې ټولنې، انکشافي شریکانو او اړوندو بین المللي سازمانونو سره له واضح وړاندیزونو سره یو ځای شریکېږي.
د اجنډا مطابق د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون لوی ريیس احمد نادر نادري، د کرونا ناروغۍ (کووېډ-۱۹) خپرېدو د مخنیوي په موخه په مرکز کې د درې اوونیو په تمدید سره د کاري رژیم تنظیم طرزالعمل د لومړۍ ګڼې ضمیمې تعدیل طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې له هر اړخیزو بحثونو وروسته تصویب شوه.
وروسته د فاریاب والي هغه وړاندیزونه چې د هېواد د ټولو والیانو په استازیتوب یې د کابینې غونډې ته وړاندې کړل، د هغو ولایتونو لپاره له تشویقي بستو سره یو ځای چې د عوایدو لوړولو، خصوصي سکتور پانګونې ته د زمینې برابرولو، د صادراتو د حجم لوړولو او د شغلونو ایجاد په برخو کې مخکښ دي، تصویب شول.
همدا راز کابینې له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د هېواد د ټولو والیانو د چټکو اقداماتومننه وکړه.
په افغانستان کې له کرونا ویروس سره د مبارزې په خاطر عامې روغتیا وزارت او د هغه دویمي واحدونو ته د مالي-اداري  استثنایي صلاحیت سپارلو لایحه هم په پرنسیب کې تصویب شوه.
کابینې د عامې روغتیا وزارت موظف کړ چې یاده لایحه په کابینه کې د وړاندې شویو اصلاحي نظریاتو په پام کې نیولو سره نهایي او د هغې په رڼا کې اقدام وکړي.
همدارنګه کابینې عامې روغتیا وزارت ته دنده وسپارله چې د شفافیت پر څرنګوالي، د مصارفو تفتیش، د بودجی د تدارک مشخصولو او تعهداتو پر مقدار د تمرکز پرمهال له مالیې وزارت سره لازمه همغږي وکړي، همداراز دې د استخدام واضح پلان ترتیب او د کابینې راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي.
وروسته کابینې د  COVID -19 بېړني حالت مدیریت واحده طرحه په پرنیسب کې تصویب کړه. دغه طرحه د عامې روغتیا وزیر د کابینې غونډې ته وړاندې کړه، ويې ویل: یاده طرحه د تازه عملیاتي طریقې د ایجاد، همغږۍ، له منابعو څخه د موثرې استفادې او له کرونا ویروس سره د مبارزې ترڅنګ د روغتیا سکتور پر ستراتېژیکو ساحو د تمرکز ساتلو په موخه ترتیب او تنظیم شوې ده.
د غونډې په پای کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په نورستان کې د لوړو زده کړو موسسې د ایجاد طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې تصویب کړه.#
پاى/ ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته