ټولنه

د پکتیا او نورستان په ولایتونوکې د اوبو لګولو د دریو کانالونو د جوړیدو کار پیل شو

کابل/ باختر/ د زمري دمياشتې١٠ :
د کرنې او اوبو لګولو وزارت د کرنې د ودې او له کروندګرو سره د ملاتړ په موخه په نورستان ولایت کې د پرونز او شنیګل کلیو ، د اوبو د کانالونو د جوړونې کار پیل کړ.
د اوبو لګولو له دغو دوو کانالونو څخه به د نورستان د پرونز او شنیګل  کلیو اوسیدونکي برخمن شي.  نوموړي دوه کانالونه په ټولیز ډول سره ۴۰۹۱ متره اوږدوالی لري ، چې د کرنې او اوبو لګولو وزارت د پراختیايي بودیجې لخوا د ۱۵ میلیونه او ۵۳۵ زره افغانیو په مالي لګښت سره  به د یوه کال په لړ کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شی.
د یادونې وړ ده، چې ددې دوه پروژو دکار په بشپړيدو سره به د   پرونز  سیمې ۳۰۰ جریبه او د  شینګل سیمې ۲۳۰ جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو لګونې تر پوښښ لاندې راشي.
همدا راز د یوه بل خبر په اساس  د پکتیا ولایت په احمد آباد ولسوالی کې  د اوبو لګونې د یوه بل کانال د رغونې کار هم پیل شوی دی.
د اوبو لګونې کانال دغه د سویس هیواد د پراختیايي مرستو ادارې له خوا د څلورو میلیونو او درې سوه زره افغانیو په مالي لګښت د درېو میاشتو په لړ کې رغول کیږي، چې د کار د بشپړوالی او ګټې اخیستنې په ترڅ کې به یې د یادې سیمې  ۴۵۲ جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو لګونې تر پوښښ لاندې راشي  او  د دې پروژې له ګټې اخیستنې څخه به  د کامران خیلو او خواجه خیلو کلیو ۱۲۳ کورنی برخمنې شي.
د یادونې وړه ده ، چې د نوموړو شبکو د پلې کیدو په ترڅ کې به  تر ۴۰ سلنې  د اوبو له ضایع کیدو څخه مخنیوي وشي او تر څنګ به یې په کرنیزو محصولاتو کې شاوخوا ۲۰ سلنه زیاتوالی هم ورسره راشي او بله  خوا به په هغه سیمو کې، چې له دغه شبکو څخه ګټه اخیستنه اخیستل کیږي، په شنو سیمو کې یې   تر ۱۵ سلنې پورې زیاتوالی راشي.
د اوبو لګونې د شبکو رغونه او په کرونده کې د اوبو د تنظیم پروګرام، دکرنې وزارت یو له ارزښتناکه پروګرامونو څخه دي، چې د دوه تیرو کلونو په ترڅ کې په دې توانیدلي دي، چې په هیواد کې د اوبو لګونې ۱۸۰ شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپاري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته