-کابل /دچنګاښ ٢٥مه/ باختر:
په پروان کې د اوبو رسونې د ٤ شبکو د جوړولو کار بشپړ اوپرون پرانستل شوې.
د پروان د کرنې اواوبولګولو رياست يو مسوول د باختراژانس خبريال ته وويل: دغه پروژې د کليو د بيا جوړولو اوپرمختيا رياست له بودجې څخه د ولسي تړون د پروګرام له خوا د ٢٦مليونو افغانيو په لګښت په چيکل کلي کې تطبيق شوي دي.
هغه وويل: د اوبو رسونې له دغې شبکې څخه د يوزرو سل جريبه ځمکې په خړوبولو برسيره يو زرو دوه سوه کورنى هم ورڅخه استفاده کوي .
ختم _ج _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ