
بهرنۍ رسنۍ، د زمري ۲۱مه، نړۍ
د امریکا متحده ایالاتو د خزانې وزارت په یو تازه اقدام کې ځینې روسي سوداګر او ادارې په خپل تور لېست کې شاملې کړې دي.
واشنګټن دغه نوي بندیزونه پرون جمعه اعلان کړي او مسکو یې په غبرګون کې ویلي، چې دغه ډول بندیزونه روسیه نه شي کمزورې کولی او دغه ګام یې د امریکا متحده ایالاتو د کمزورۍ نښه بللې ده.
د روسیې ټاس خبري اژانس په واشنګټن کې د روسیې د سفیر اناتولي انتونوف له قوله ویلي، چې هېواد یې یو پیاوړی اقتصاد لري او دا هغه موضوع چې د نړیوال بانک له لوري هم تایید شوې ده.
د امریکا متحده ایالاتو د خزانې وزارت په دغو نویو بندیزونو کې د روسیې څلور ملي سوداګر هر یو میخایل فریدمن، جرمن خان، پویټر ایون، الکسي کېزمشیو او د دغه هېواد د صنعت کارانو او متشبثانو ټولنه په کې شامله ده.
باید وویل شي، چې واشنګټن او مسکو مخکې تر دې هم پر یو او بل یو لړ سیاسي، اقتصادي او نور بندیزونه لګولي دي.
د یادونې وړ ده، چې روسیه او امریکا اوس مهال د اوکراین د جګړې له امله له یو بل سره ژور اختلافات لري او دغه ناندرۍ ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دي.
امریکا په یاده جګړه کې د روسیې په مقابل کې د اوکراین پوځي ملاتړ کوي او تر دا مهاله یې له کیف سره د میلیاردونو ډالرو په ارزښت مرسته کړې.