فرهنګ

د مور د ورځي په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پیغام

کابل باختر د غبرګولي  درې ويشتمه
د مور د ورځي په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت
پیغام
مور د انسانیت لپاره د لوی څښتن ستره ډالۍ ده. د انساني ټولني د ټولو بریو، ویاړنو او ویاړونو امتیاز میندو ته رسېږي او د میني او ګرانښت د رشتو پیل د مورولۍ څخه کېږي ځکه نو ددغي هستۍ د ستایني او قدردانۍ په موخه هر کال په نړیواله سطحه، یوه ورځ  لمانځل کېږي.
ډېر لویدیځ هیوادونه د مور د ورځي په مناسبت مراسم د مې په دوهمه یکشنبه ترتیبوي، سږ ۲۰۱۶م کال یې د دغي میاشتي اتمه نېټه چي د تېري ثور میاشتي د ۱۹مي سره برابره وه د مور ورځ نومولې وه خو ددغي ورځي ټاکل په ډېرو نورو هیوادونو کي د کورنۍ موضوع په توګه پر بېلابېلو نېټو کېږي.
افغانستان د یوه بډای کلتوري هیواد په توګه دغه ورځ په داسي حال کي لمانځي چي د باورونو، دودونو او عامه ذهنیت لخوا د مور د منل سوي لوړ مقام په هکله پوهاوی موجود دی مګر بیا هم ګڼي میندي؛ ګڼي ستونزي لري.
دا چي افغاني میندي د ټولو ستونزو په وړاندي د ټولني تر نورو وګړو ژر او ژور احساس لري یوه خبره ده، یعني په امنیتي، اقتصادي، کاري، ټولنیزو او سیاسي چارو کي ستونزي، میندي له بېلابېلو اړخونو ګواښي؛ ددې ترڅنګ د مور د لوړ مقام د پېژندلو او بشپړ درناوي موضوع نیمګړې ده.
د مور درناوی او اهمیت زموږ د اخلاقي نظام د بشپړتیا او ټولنیز تکامُل لپاره مهم بنسټ دی. زه په دې برخه کي د عمومي وضعیت د ښه کېدو په هیله مندۍ، پر دیني عالمانو، لیکوالانو، رسنیو او ټولنیزو مشرانو ږغ کوم چي د مور د درانه مقام د ښې پېژندګلوۍ او پاملرني زیاتولوپه چارو کي خپل مسئولیتونه په ښه ډول ادا کړي.
د مور د درانه مقام په لازم پوهاوي او هراړخیر خدمت کي، د ټولنیزکېدلو او هراړخیزي ودي منزلونه پراته دي. د میندو  په ځانګړي ډول افغانو میندو، د نېکمرغۍ او سوکالۍ په هیله د نړۍ ټولو میندو ته د مور د ورځي مبارکي وایم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته