کابل / د زمري ٢مه /باختر:
د لوګر ولايت د زاهداباد د اوبو رسولو د شبکې د دويمې برخې د جوړولو کار دوام لري .
دغه شبکه د ٣٣٠٠ مترو په اوږدوالي د سلګونو جريبه ځمکې د خړوبولو توان لري .
د دغې پروژې لګښت د کرنې اواوبو لګولو د وزارت له خوا تمويلېږي.
دکرنې اواوبو لګولو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي، چې د لوګر دزاهد اباد داوبو رسولو د شبکې د جوړولو کار په سلوکې څلويښت پرمخ تللى دى .
د زاهد اباد خلک په تېره بيا بزګران د اوبو رسولو شبکې د جوړولو په خاطر خوشحال دي .
ختم_ ج _اکرم