(PS)خبرونه(PS)نړۍ

روسیې د ‘دروژبا’ پایپ لاین له لارې پولنډ ته د تېلو لېږد بند کړ

 نړیوالې سرچینې، کابل، د وري۱۳ مه، باختر

پولنډ ویلي چې روسیې د دروژبا پایپ لاین له لارې دغه هېواد ته د تېلو لیږدول بند کړي دي.

د پولنډ د  پي کې این اورلین چڼځای اجرايیوي رییس ډینیل او بیټیک پرون په خپل ټویټر کې لیکلي چې شرکت به د دې تشې د ډکولو لپاره بدیلې سرچینې وکاروي.

د هغه په وینا، د پولنډ د اوومه تېلو یوازې لس سلنه له روسیې څخه راځي.

د ‘دروژبا’ پایپ لاین له لارې د روسیې د تېلو صادرات یوه ورځ وروسته تر دې بند شول چې اوکراین ته د پولنډ لیوپارډ ټانکونه ولېږل شول.

\ ذ

 

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا