روغتیا

د عامې روغتیا وزارت سرپرست په ولایتونو کې د اکسیجن د تولید دستګاوې د برابرولو لپاره هلې ځلې کوي

کابل / د زمری ۳ / باختر
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتروحید مجروح، نن د یونسف ادارې له استازي او ملګري هیئت يې سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د اکسیجن د تولید دستګاوې د پیرودنې بهیر پرچتکتیا او د نصب او فعالو پرڅرنګوالي خبرې اترې وکړې.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د یونیسف ادارې له لوري د اکسیجن د تولید دستګاوې د پېرودنې د بهیر پرچټکتیا ټينګاروکړاو ويې ویل چې اوس موږ په دغو ولایتونوکې په روغتیايي مرکزونو کې د اکسیجن د تولید دستګاووته اړتیا لرو.
ډاکترمجروح، د یونیسف ادارې له لوري د اکسیجن د تولید دستګاوو پېرودل یې ځندول شوي و نارِضايتي شوده او له دوی څخه وغوښتل چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.
د یونیسف ادارې استازی د اکسیجن د دستګاوو د پېرونې په برخه کې د شته خندونو پرلرې کولو ټيڼګار وکړاو د دغه بهیرد تدارکاتو پرچټکتیا د همکاریو ژمنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته