سیاست

د ټاکنو په راتلونکو مسائلو د بحث لپاره غونډه جوړه شوه

کابل باختر  دچنګاښ ٢٦
د ټاکنو په راتلونکو مسائلو د بحث لپاره  پرون مازیګر د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ غونډه په ارګ کې جوړه شوه چې د ټاکنیزو کمېسیونونو یو شمېر مسوولانو او د مرستندویه هېوادونو استازو هم په کې حضور درلود.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رئیس نجیب الله احمدزي د ټاکنو د کولو په اړه د دغه کمېسیون د اقداماتو په اړه غونډې ته معلومات وړاندې کړل، وې ویل: په را روانو ټاکنو کې به له ټکنالوجۍ څخه کار واخیستل شي. 
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رئیس وویل، موږ د ټاکنو د نیټې له اعلان مخکې د خلکو له بېلابېلو اقشارو، بنسټونو او سیاسینو سره مشورې وکړې او بیا مو د ټاکنو نیټه اعلان کړه.
هغه دې ته اشاره وکړه چې ټاکنو کې به هیچا ته د مداخلې اجازه ور نه کړي او زیاته یې کړه: هڅه داده چې ټاکنې رڼې وشي او ټولو خلکو ته د منلو وړ وي. هغه د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مالي اړتیاوو په اړه هم خبرې وکړې.
د هېواد جمهوررئیس وویل، زموږ اصلي موخه د رڼو ټاکنو کول دي او د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنیز تقویم په برخه کې د خپلواک صلاحیت او تصمیم نیونې څښتن دی.
هغه زیاته کړه، د ټاکنو د کېدو پر وړاندې ستونزې او خنډونه ارزول کېږي، تر څو د بین‌المللي شریکانو سره په همغږۍ هر اړخیز عملي اقدامات وشي.
په دغه غونډه کې د ځینو مرستندویه هېوادونو استازو هم خبرې وکړې او د ټاکنو د کېدو د نیټې له اعلان څخه یې هرکلی وکړ او دغه برخه کې يې د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ. هغوی پر رڼو او په وخت ټاکنو ټینګار وکړ.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم د ټاکنو د کولو لپاره تصمیم جدي وباله او زیاته یې کړه: موږ د ټاکنو له تقویم سره سم مخکې ځو او تمه لرو چې بین‌المللي همکاران مو هم خپلې ژمنې پراخې کړي.
جمهوررئیس غني له بین‌المللي همکارانو څخه مننه وکړه، وې ویل: له بېلابېلو بنسټونو او اقشارو سره دې مشوره وشي او خلک دې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د اجرااتو او اقداماتو خبر وساتل شي. هغه په دغه برخه کې د دوامدارو او مسلکي مشورو په بهیر ټینګار وکړ.
جمهوررئیس غني زیاته کړه، د ټاکنو د کېدو په خاطر دې د نړيوالې ټولنې مرستې په رڼې توګه مصرف شي او دا مرستې دې له منل شویو تدارکاتي بهیرونو څخه تېرې شي. هغه د مرستندویه هېوادونو له استازو وغوښتل چې د خپلو مرستو له بهیر څخه دې له هره اړخه څارنه وکړي.
جمهوررئیس د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د کارکوونکو د ګمارنې په اړه وویل، ګمارنې باید رڼې او په واضح توګه وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته