ټولنه

دحج او اوقافو وزارت او دکابل ښار دجوماتونو د امامانو او خطيبانو اعلاميه.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٥
دحج  او اوقافو وزارت او دکابل ښار دجوماتونو د امامانو او خطيبانو اعلاميه.
په ژورې خواشينۍ سره په  دې وروستيو وختو کې زموږ د هيواد دښمنانو خپلو کرغيړنو او  غيراسلامي   هدفونو ته  د رسيدو په خاطر ، جوماتونه   چې   د لوى خداي ( ج ) کور او دعباداتو ، دقرآن دتعليم او دلوړو اسلامي آدابو او اخلاقو د
زده کړې لپاره د مسلمانانو د راټوليدو مکان او دامن او امان ځاى دى ،  هم دجګړې په ساحه بدل کړى دى  . کله په قران کريم کې کله په محراب او منبر او کله هم دغوړيو په  ډبليو او نورو کې خپلو ناوړو عملونو ته دوام ورکوي چې دغه عملونه يې دتروريزم دڅيرې داصل څرګندوى چې دهيڅ دين او مذهب معترف
نه دى  .
موږ دکابل ښار دجوماتونو او حسينه وو  امامان خطيبان او واعظان  دغه شان پيښې چې د مسلمانانو د وژنې سبب کيږي ، په تيره بيا چې په عبادات  ځايونو ترسره کيږي ، په کلکه غندو او دغه شان شيطاني عملونه داسلام له مقدس دين سره  دښمني  بولو او له خپلو مسلمانو خلکو څخه غواړو چې ددغه شان اشخاصو دکرغيړنو پلانونو د  تطبيق مخه    ونيسي او د   لوى خداي   ( ج )   له در بار څخه مرتکبينو او ترسره کوونکو ته يې دسخت عذاب هيله کوو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته