نړۍ

په بلوچستان ايالت کې تښتول شوي مامورين آزاد شول

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٧
دپاکستان دبلوچستان ايالت دکيچ دسيمې پنځه تنه مامورين اويو قومي مشر  چې تيره اوونۍ  دتمب په ښارګوټي کې تښتول شوي  وو ، دتښتوونکوله خوا آزادشول.
باخترآژانس دپاکستان دډان  دورځپاڼې  دانټرنټي سايت  له خولې خبر راکړ:
له دغو مامورينو څخه  دوه تنه کله چې غوښتل يې له تربت څخه دتمب ښارګوټي ته
ستانه شي  وتښتول شول او درې تنه نور مامورين له يوقومي مشر سره د دوو تنو نورو دخلاصون په مقصد دغې سيمې ته تللى وو،   وتښتول  شول.
دبلوڅو دآزادۍ غوښتونکې ډلې  ويندوى ګارام بلوڅ  ويلي دي  چې دغه ډله ددغو کسانو دتښتونې مسوله ده او تښتول شوي کسان ددغې ډلې په غوښتنه  آزاد شوي دي  اوکوم قومي مشر ددوى په  خلاصون کې  رول نه  درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته