سیاستخبرونهTOP

رییس الوزرا د بدخشان د والي ستونزې واورېدې

کابل، د لړم ۲۹مه، باختر

رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند د بدخشان له والي مولوي امان الدین منصور سره په ارګ کې وکتل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دغه کتنه کې د شورابک د برېښنا بند د ستونزو د حل، د فیض آباد ښار د ولایتي روغتون په بیارغونه او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.

په دې کتنه کې رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند ژمنه کړې، چې د یاد ولایت د برېښنا او روغتیایي ستونزو د حل په موخه به یو پلاوی ولېږي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا