امنیت

شپاړلسو تنو امريکايي پوځيانو ته به دبې سرحده ډاکترانو په روغتون دبريد په اړوند دسيپليني سزا ورکړاى شي

کابل  باختر  د ثور د مياشتې ١١ :
ديوه تورنجنرال په ګډون  ١٦ تنه امريکايي پوځيان به دبې سرحده ډاکترانو دروغتون په ودانۍ  دهوايي بريد په اړوند چې تيرکال په کندز کې ترسره شو، دسيپليني سزا وويني.
دامريکا ددفاع وزارت يا پنتاګون  خبرځايونو اعلام وکړ  چې يو تورنجنرال له  ١٥ تنو نورو امريکايي پوځيانو سره  چې ټول يې  دامريکا په  خاص پوځ پورې اړه لري  دهغه  هوايي بريد په اړوند  دسيپليني سزا وويني  چې تيرکال په کندز کې دبې سرحده ډاکترانو دروغتون په ودانۍ ترسره شو.
په دې بريد  کې ددغه روغتون دمسلکي کارکوونکو په ګډون  يوشمير ناروغانو او دهغوى خپلوانو ته مرګ ژوبله واوښته .
بريد دتيرکال دتلې په مياشت کې کله چې  له  کندز ښار څخه دطالبانو دشړلو لپاره دافغان امنيتي ځواکونو عمليات پيل شول ، ددغو ځواکونوپه ملاتړ ترسره شو.
دپنتاګون مقامات وايي چې پيښه  ديوې تخنيکي ستونزې زيږنده وه .
دامريکا دهوايي پوځ   سي _١٣٠ ډوله الوتکې بايد په هغې ودانۍ چې دبې سرحده ډاکترانو روغتون په ګاونډ کې وه ، بريد کړى واى  چې تروريستانو پکې پناه  وړې وه . خو تخنيکي ستونزه په روغتون دبمبارۍ سبب شوه چې انساني زيان يې واړاوه .
سره له دې چې په افغانستان او امريکاکې خبرځايونو ټينګار کاوه چې طالبانو  دغه روغتون ته پناه وړې وه  او دکندز جګړه يې رهبري کوله  خو دبې سرحده ډاکترانو دسازمان مسوولينو دغه ادعا رد کړه.
دامريکا جمهوررئيس له دغې پيښې وروسته  دبې سرحده ډاکترانو دسازمان له رئيس سره ټيلفوني اړيکې ونيولې اوبخښنه يې وغوښته خودغې بخښنې  کومه  نتيجه ورنه کړه او دغه سازمان دبيطرفانه تحقيقاتو په ترسره کولو  ټينګاروکړ .
ديادونې وړ ده چې   دافغانستان دولت  او په افغانستان کې دميشتو نړيوالو ځواکونو قوماندانۍ  په کندز کې دبې سرحده ډاکترانو په روغتون دبريد په برخه کې ګډ هغه هم په لوړه کچه تحقيقات ترسره کړل اوښايي وروستى حکم  چې دشپاړلسو تنو  امريکايي پوځيانو د دسيپليني سزا سبب کيږي ، دځانګړي هيئت دتحقيقاتو نتيجه وي.
پنتاګون دا نه دي ويلي چې دسيپليني سزا به په کومه کچه  کې وي  خو دامريکا په اردو کې دغه  شان سزاګانې او سختوالى يې  له مسلک څخه   ګوښه کيدل  او تقاعد ته سوق ورکول  دي  . خو لرې بريښي چې دغه حکم دشپاړلسو تنو امريکايي پوځيانو په برخه کې عملي شي .
ديادونې وړ ده چې دبې سرحده ډاکترانو سازمان وروستى  حکم نه دى تائيد کړى بلکې  دپخوا په شان  دبېطرفانه تحقيقاتو په ترسره کولو ټينګارکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته