امنیت

طالبانو په فراه کې ديو ديني عالم سرغوڅ کړ .

کابل باختر د غبرګولي  شپاړلسمه :
په فراه ولايت کې ديو ديني عالم سر له  دولت سره دهمکاري په تور دطالبانو له خوا غوڅ کړى شو .
دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند اقبال  باهر دباختراژانس خبريال ته وويل يو ديني عالم ملا محمد حسن چې دفراه ښار دڅلورمې ناحيې  اوسيدونکى و کله چې دخپل يو خپلوان دفاتحې په مراسمو کې دګډون په مقصد په فراه ښار پورې اړوند دکاريز شيخانو سيمې ته تللى و دطالبانو له خوا  ونيول شو او په ډيره ناوړه توګه سر يې غوڅ کړى شو .
دباهر دڅرګندونو له مخې وسله والو طالبانو دغه ديني عالم دولت ته دطالبانو ديو بريد دراپور دورکولو په تور وژلى دى .
داپه داسې حال کې ده چې څه موده مخکې هم طالبانو دفراه ولايت دجوين په ولسوالۍ کې دخوړو دنړيوال سازمان په وسايطو  بريد وکړ چې له امله يې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته