سیاست

پاکستان د افغاني پاسپورت لرونکو ته هيڅ راز شرط نه دى وضع کړى

کابل باختر د وږي  لسمه :
په کاپل کې د پاکستان سفارت نن د يوې اعلاميې په خپرولو سره  دا اوازې ردې کړې چې ګنې دغه هېواد د افغاني پاسپورت هغو خاوندانو ته چې د هند ويزه پکې لګيدلې وې؛ د پاکستان خاورې ته د سفر اجازه نه ورکوي.
د باخترآژانس دخبر له مخې: يوشمېر رسنيو پرون د ځينو مسافرانو له خولې خبر ورکړ چې د پاکستان حکومت د افغاني پاسپورت هغو خاوندانو ته چې دهند ويزه لري؛ ددغه هېواد خاورې ته د ننوتو اجازه نه ورکوي.
خو په کابل کې د پاکستان سفارت نن د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي چې د پاکستان حکومت هغو افغانانو ته چې پاسپورتونه يې د هند په ګدون دهر هېواد ويزه ولري؛ پاکستان ته د سفر اجازه ورکوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته