سیاست

د ملي شورا د شپارلسمې دورې کار د جمهور رييس په وينا سره پيل شو

کابل باختر د کب  څليرويشتمه :
د ملي شورا د څلورم کال د شپاړلسمې دورې کار نن د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي په وينا سره پيل شو.
دباخترآژانس د خبريال دخبر له مخې: دملي شورا د څلورم کال د شپاړلسمې دورې کار په ملي شورا کې د خلکو د استازو د ژمني رخصتۍ له پاى ته رسيدو وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي په وينا سره دکابينې او د ملي شورا د دواړومجلسونو د غړو، قاضي القضات، لوى څارنوال، دمحمود خان اڅکزي په شمول د کورنيو او بهرنيو ميلمنو او د ارواښاد مارشال محمدقسيم فهيم د زوى اديب فهيم او د هغه د ورورحصين فهيم په ګډون پيل شو.
په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه؛ لومړى د ولسې جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي دخبرو په ترڅ کې وويل: دافغانستان دخلکو د جهاد او مقاومت د ميړني مارشال محمدقسيم فهيم د مړينې له امله جمهور رييس حامد کرزي، د ارواښاد دکورنۍ غړو او خپلوان او د افغانستان ټولوخلکوته د ډاډګيرنې  او خواخوږۍ مراتب څرګند کړل او د هغو ترتيباتو له امله يې قدرداني وکړه چې د ارواښاد مارشال محمدقسيم فهيم د جنازې د ليږدونې، تدفين او فاتحې اخستلو په خاطر د دولت له خوا نيول شوي  و.
وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي وينا وکړه او ويې ويل: په ژورې خواشينى سره نن په دغو مراسموکې دجمهوري رياست لومړى مرستيال ارواښاد مارشال محمدقسيم فهيم زموږ ترڅنګ نشته. د ده مړينه موږ او د افغانستان ملت ته يوه نه جبيره کيدونکي ضايعه ده .
ده وويل: نن د مارشال محمدقسيم فهيم زوى او ورور له موږ سره دي. هغوى ته د جميل صبر هيله کوم او د ارواښاد مارشال فهيم په شان چې د ملي يو والى سمبول  او د خلکوخدمتګار و؛ خلکو ته د خدمت په لاره کې د دوى د لازياتو برياليتوبونو هيله کوم.
جمهور رييس په تيرو دولسوکلونوکې د دولت برياليتوبونو ته په اشارې سره  د جمهوري رياست د انتخاباتو، له طالبانو سره دخبرو، د امريکا له متحده ايالاتو سره د امنيتي تړون د لاسليک کولو، د بيان د آزادۍ او د نورو برخو په ګډون د مهمو سياسي مسئلو په باب په تفصيل سره خبرې وکړې.
جزئيات وروسته خپريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته