
کابل، د وري ۵مه، باختر
د زابل او بلخ سیمه ییز مسوولین وايي، چې په دغو ولایتونو کې د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ له ۷ زره ۱۷۴ بې وزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د زابل په مرکز کلات ښار کې له ۶ زره بې وزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه، چې په کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه ۴.۵۵ کیلو ګرامه غوړي ۶.۲۵ کیلو ګرامه دال، د ماشومانو د خوارځواکۍ توکي او نیمه کیلو مالګه ورکړل شوه.
ورته مهال په چهارکنت ولسوالۍ کې له ۱۱۷۴ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه، چې په کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لېټره غوړي او مالګه ورکړل شوه.
لمر