فرهنګ

اوولس تاريخي آثار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وسپارل شول

کابل/دلړم۲۸مه/باختر
د ملي امنيت د لوى رياست مسوولينو نن ١٧ تاريخي آثار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ ته وسپارل.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: دغه آثار چې د قاچاقو په ډول بهر ته لېږدول کېدل؛ د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو په باميانوکې ترلاسه کړل.
د افغانستان د ملي موزيم د رييس فهيم رحيمي د څرګندونو له مخې، دغه آثار په دولسمې پيړۍ پورې مربوط دي.
هغه د ملي امنيت او ملي پوليسو له موظفينو څخه مننه وکړه او ويې ويل چې دغو دوو بنسټونو تراوسه ١٥ زره تاريخي آثار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته سپارلي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ وويل: تاريخي او فرهنګي آثار  د هېواد د ملي هويت ښکارندوى دي او د هېواد د امنيتي ځواکونو دغه اقدام د دې ښکارندوى دى چې هغوى نه يواځې د هېواد د امنيت او ځمکنۍ بشپړتيا دفاع کوونکي دي؛ بلکې د تاريخي او لرغونو آثارو د قاچاقو مخه هم نيسي.
هغې دغه آثار د ملي موزيم رييس ته وسپارل.
ختم -ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته