
کابل، د کب ۴مه، باختر
د زابل او لغمان امنیتي مسوولین وایي، چې په دغو ولایتونو کې پر ۱۲ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار اړول شوي دي.
د زابل امینه قومندانۍ خبر ورکوي چې د زابل په دايچوپان او مرکز کلات کې يې د کوکنارو ۹ جريبه کښت له منځه وړی دی.
د زابل د امنیه قومندانۍ وياند قاري ذبيح الله جوهر باختر آژانس ته وویل، چې د زابل په دايچوپان او مرکز کلات ښار کې يې د کوکنارو ۹ جريبه کښت له منځه وړی دی.
ورته مهال فراه امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د فراهرود ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې یې پر ۳ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه وړي دي.
هېره دې نه وي، چې له دې وړاندې هم په دغو ولایتونو کې پر لسګونه جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار اړول شوي وو.
لمر