خبرونهامنیت

زابل: د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې ۶ زره پولیس ثبت شوي دي

کابل، د مرغومې ۲۸مه، باختر

د زابل امنیتي مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې ۶ زره پولیس ثبت شوي دي.

د دغه  ولایت امنیې قومندانۍ سرپرست مولوي نجم الهدا محمود له باختر آژانس سره د مرکې په ترڅ کې وویل، چې له کورنیو چارو وزارت څخه ورغلي پلاوي په دغه ولایت کې د پولیسو تشکیل د ثبت پروسه پرمخ یوړه.

د نوموړي په وینا، کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د زابل په کچه شاوخوا ۶ زره پولیس ثبت شوي او ټولو ته اعاشه رسېدلې ده.

نوموړي وویل، چې د زابل د پولیسو اصلي تشکیل شاو خوا ۲ زره ۵۰۰ تنه دی، چې ورسره له ثبت پاتې پولیس هم ثبت شوه، چې شمېر یې ۶ زرو ته رسېږي.

ورته مهال د کورنیو چارو وزارت پلاوي مشر قاري محمد قسیم باختر آژانس ته وویل: (( د پولیسو د ثبت دغه پروسه ۶ میاشتې وړاندې پیل شوې وه، چې په زابل کې د پولیسو شمېر شاوخوا ۲ زره ۵۰۰ تنو ته رسېږي، او تر څنګ یې د اضافه تشکیل مجاهدینو ثبت پروسه هم ترسره شوه، چې شمېر یې شاوخوا ۶ زرو تنو ته رسېږي.))

د زابل امنیې قومندانۍ سرپرست له لوري د کورنیو چارو وزارت څخه ورغلي پلاوي ته د غوره کار له امله د مننې په پار ستاینلیک هم ورکړل شو.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا