سیاستخبرونهTOPټولنه

راتلوونکې پنجشنبه د شوروي لښکرو د ماتې په مناسبت عمومي رخصتي ده

کابل، د سلواغې ۲۴مه، باختر
د کار او ټولنیزو چارو وزارت راتلوونکې پنجشنبه (د سلواغې ۲۶مه) په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړه.
دغه وزارت باختر آژانس ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې راتلوونکې پنجشنبه د ۱۴۰۲ هجري شمسي کال د سلواغې ۲۶مه، چې د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د سترې محکمې د رسمي اعلان مطابق د شبعان المعظم ۴مې نېټې سره سمون لري او له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ماتې او شړلو د ورځې له ۳۵ مې کالېزې سره برابره ده په همدې مناسبت په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته