ټولنه

د سرې مياشتې ځانګړې اوونۍ ونمانځل شوه

کابلباختر د ميزان ٢٠
دافغاني سرې مياشتې د عالي ټولنې ځانګړې اوونۍ نن ونمانځل شوه.
دباخترآژانس دخبر له مخې: په هغې غونډه کې چې له همدې امله په دغې ټولنه کې جوړه شوې وه؛ لومړى دافغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهور رئيس حامد کرزي پيغام د عدليې وزارت د سترسلاکاراو دافغاني سرې مياشتې دټولنې د بورد دغړى محمدقاسم هاشمزي له خوا ولوستل شو چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي: د افغاني سرې مياشتې ټولنې اړو او بې وزلو خلکو ته د خيررسولو د پروګرامونوپه شان دپروګرامونو په جوړولو سره مرستې رسولې دي اوخپل بشردوستانه رسالت يې ترسره کړى دى.
دجمهور رييس په پيغام کې دغه راز ويل شوي دي: د افغاني سرې مياشتې ټولنه د تاسيس له وخت څخه تراوسه پورې د دې وياړ لري چې دهيواد د يواځينى معتبر خيريه مرکز په توګه د مصيبت ځپلو ، آفت ځپلو، بې سرپرستانو او بې کوروپه خدمت کې و او د خپلو امکاناتو په حدودوکې نه يوازې په هيوادکې د ننه اړو هيوادوالو ته مرسته کړې ده بلکې د بهرنيو هيوادونو له مصيبت ځپلو سره يې هم بشري مرستې کړې دي.
وروسته د افغاني سرې مياشتې د عالي ټولنې د رئيسې فاطمې ګيلاني خبرې وکړې د دغې ورځې د نمانځلوهدف يې له افغاني سرې مياشتې سره د مرستې لپاره بيوزلو ته پاملرنه وبلله او ويې ويل چې د کال په اوږدوکې دغه ټولنه اړوکسانو ته مرسته کوي خو د افغاني سرې مياشتې د ټولنې په ځانګړې اوونۍ کې له دغې ټولنې سره د ملي سوداګرو او بډايوکسانو د مرستې د جلبولو لپاره هلې ځلې کوو.
ده په هيوادکې له دغې ټولنې سره د مرستې د راټولولو له تاريخ سره اړيکه ونيوله او ويې ويل چې کابو له اووکلونو را په دې خوا هرکال له دغې ټولنې سره د مرستې د راټولولو په مقصد د مخصوصې اوونۍ په نامه ځانګړې شوې ده .
په دې غونډه کې د سره صليب د نړيوالې کميټې رئيس ، د افغاني سرومياشتو د نړيوال فدراسيون رييس او د افغاني سرې مياشتې د عالي ټولنې سکرترجنرال محمدنعيم دلدار هم خبرې وکړې.
دغونډې په پاى کې د دغې ټولنې په يوشمېر رضاکارانو اوکارکوونکو د دوى د ارزښتناکو خدمتونو په وياړد ستاينې لوحې ، سوغاتونه اوستاين ليکونه وويشل شول.
ديو بل خبر له مخې: د افغاني سرې مياشتې د عالي ټولنې رئيسې دمرستون د استوګنې دوه ودانۍ چې د بيا رغا ونې کاريې بشپړ شوى دى؛ پرانيستلې.
په دغو دوو ودانيوکې څه ناڅه څلويښت بې وزلې کورنۍ د افغاني سرې مياشتې دټولنې په ملاتړ ژوندکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته