(PS)خبرونهTOP(PS)(PS)ښوونه او روزنه

زابل کې د میرویس نیکه موسسې د لیلیې د ودانۍ پاتې کارونه بشپړېږي

کابل،د کب ۱۹ مه، باختر
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندا محمد ندیم زابل ته د رسمي سفر په ترڅ کې د ميرويس نيکه لوړو زده کړو موسسې له ودانۍ څخه د لیدنې پرمهال وویل، چې راتلونکي کال کې به د یادې موسسې د لیلیې د ودانۍ پاتې کارونه بشپړ کړي.
نوموړي دغه راز ژمنه وکړه، چې د یادې موسسې تدریسي برخې د کیفیت او د استادانو د ظرفیت لوړونې برخه کې هم کار کولو ته ژمن دی او خپلو هڅو ته به دوام ورکړي.
ورته مهال د زابل مرستیال والي سلیمان اغا بهیر مولوي ندا محمد ندیم ته ښه راغلاست ووایه او مننه يې وکړه، د زابلیانو ستونزو اورېدو لپاره یې دې ولایت ته سفر کړی دی.
آغا بهیر همدارنګه له مولوي ندا محمد نديم څخه غوښتنه وکړه، چې په دغه ولایت کې پوهنتونونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
په همدې حال کې د ميرويس نيکه لوړو زده کړو موسسې مسوولينو هم د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست سره خپلې ستونزې او غوښتنې شریکې کړې، چې د مولوي ندا محمد نديم له خوا ورته د حل ډاډ ورکړل شو.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا