امنیت

دوسله والو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان په کندهار کې ونيول شو

کابلباختر د وري ١٨ مـــــــــــــــــــــــــــه

دوسله والو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان نن په کندهار ولايت کې ونيول شو

دغه قوماندان چې هويت يې نه دى افشا شوى دافغان اوناټو ځواکونو دګډو عمليا تو په بهير کې دژيړي ولسوالۍ په مربوطاتو کې نيول شوى دى

ناټو باختراژانس ته دخبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي چې دغه سړى دژيړي او پنجوايي په ولسواليوکې په افغان او ناټو ځواکونو د  وسله والو طالبانو دتروريستي بريدونو د سا زمان ورکولو مسوليت په غاړه درلود

په خبر پاڼه کې ويل شوي دي چې دطالبانو دغه قوماندان تر او سه پورې په افغان او ناتوځواکونو په لسګونو تروريستي بريدونو ته سا زمان ورکړى دى په خبر پاڼه کې ددغو عمليا تو په بهير کې د نښتې له امله دواړولورواوملکي وګړو د تلفا تو په باب څه نه دي ويل شوي

ويل کيږي په دغو عمليا تو کې دوه تنه نور هم له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور نيول شوي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته