
کابل، د غوایي ١٦مه، باختر
د زابل د بدني روزنې او سپورټ آمریت مسوولين وایي، چې د دغه ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ١٠ لوبډلو ترمنځ د ښوونې او روزنې تر نوم لاندې د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د دغه ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمر استاد احمد غلامي د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې دغه سیالۍ د یاد آمریت په مالي ملاتړ پیل شوې، چې په کې ١٠ لوبډلو ګډون کړی دی.
غلامي زياته کړه، چې دغه سیالۍ به ١٠ ورځې به دوام وکړي.
لمر