امنیت

٦٠ امنيتي فعاليتونه او د ١٢٣ تنو وسله والو مخالفينو وژل کيدل.

-کابل- باختر دکب دمياشتې ٢٥
دکورنيو چارو وزارت ويندوى وايي په تيره اوونۍ کې د دولت ١٢٣ تنه وسله وال مخالفين دامنيتي فعاليتونو په بهير کې وژل شوي دي.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : دکورنيو چارو وزارت ويندوى صديق صديقي چې نن يې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې څرګنده کړه په تيره اوونۍکې دامنيتي ځواکونو له خوا په ځينو ولايتونو کې يو سلو شپيته امنيتي فعاليتونه ترسره شوي دي چې په بهير کې يې ١٢٣ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي ،څلور سوه ماينونه کشف او شنډ کړى شوي دي او يو سلو اووه شپيته ميله وسلې کشف او ضبطې شوې دي.
صديقي وويل چې دانتخاباتو دبهير د امنيت تامينول دکورنيو چارو دوزير په کاري لومړيتوب کې دى او تراوسه دنوماندانو دپنځه سوه غونډو امنيت دپوليسو له خوا تامين شوى دى.
ده زياته کړه چې د رايي ورکولو په مرکزونو کې دښځو دلټولو په خاطر ديارلس زره تنه ښځې په لنډمهال ډول دکورنيو چارو وزارت له خوا استخدام شوي دي او تر روزنې لاندې دي.
صديق زياته کړه د انتخاباتو توکي دپوليسو له خوا درې سوه اته شپيتو ولسواليوته دهوا او دځمکې له لارې ليږدول شوي دي ده ديو سويدني دوژل کيدو په باب چې تيره اوونۍ دکابل ښار دوزير اکبرخان په ساحه کې ووژل شو وويل ددغه وزارت دجنايي جرمنونو پرخلاف د مبارزې درياست د درندو جرمونو څانګې تحقيقات پيل کړې دي چې نتيجې به يې وروسته اعلام شي.
ده څرګند کړه چې د رايي ورکولو درې سوه شپږ نوي مرکزونه په غيرفعال پاتې شي او ټاکل شوې ده د انتخاباتو له ترسره کولو څخه دوه اوونۍ مخکې خپل ټول امنيتي پروګرامونه يوځل بيا دانتخاباتو له خپلواک کميسيون سره شريک کړو.
دغه راز دکورنيو چارو وزارت دغه مقام دنوروز دنړيوال جشن دپروګرامونو دامنيت دتامينولو په مقصد چې په راتلوونکو څو ورځو کې په کابل کې ترسره کوى ددغه وزارت دتياري په باب خبرې وکړې.
ختم-ج-حامد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته