خبرونهروغتیا

زابل کې د کرونا ناروغۍ پېښې زیاتې شوې دي

کابل، د تلې ۱۰ مه، باختر

د زابل د عامې روغتیا ریاست مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې په تېره یوه میاشت کې د کرونا ناروغۍ پېښې زیاتې شوې دي.

د یاد  ولایت  د کرونا روغتون مشر ډاکټر انورالدين همت باختر اژانس ته وويل، چې په دې روغتون کې د کال له پیله تر اوسه پورې د کرونا ۴۵۰ مثبتې پېښې ثبت شوي او په تېره میاشت کې ۶ کسان د یاد ویروس له کبله مړه شوي دي.

همت د کرونا زیاتوالي لامل د کرونا واکسین نه کول، د هوا بدلون او د خلکو نه پاملرنه بولي.

په دې روغتون کې بستر کسان کرونا ناروغي د انسانانو ژوند ته لوی ګواښ بولي او له خلکو غوښتنه کوي، چې د خپل ځان او کورنۍ د ژغورلو لپاره د کرونا واکسین وکړي او روغتیايي سپارښتنې مراعات کړي.

درد

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا