امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر د تلي لسمه :
څلور تنه وسله وال طالبان دغور ولايت په پسابند ولسوالۍ کې  ووژل شول  او دهغوى دجنګي وسايلو او يوه  ډيپو  هم ترلاسه شوه .
دغور ولايت  امنيه قوماندان  دلاور شاه دلاور باختراژانس ته وويل   :
طالبانو تيره شپه په پسابند ولسوالۍ  کې دپوليسو په څو پوستو بريدونه وکړل چې دپوليسو دځواکونو په متقابل ځواب سره  ددښمن  څلور تنه افراد  ووژل شول او نور يې  وتښټيدل .
  دلاور وويل :  دپوليسو  ځواکونه دطالبانو  په تعقيبولو لاس  پوري کړ او دپسابند ولسوالۍ ددشتک او سرخ سراى سيمې  بيرته پوليسو د ځواکونو لاسته ورغلي او ددښمن دجنګي وسايلو يوه  ډيپو هم ترلاسه شوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته