خبرونهاقتصاد

زابل کې د ۹۲ زره ډالرو په لګښت یو کوچنی بند جوړ شو

کابل، د سلواغې ۱۱مه، باختر

د زابل سیمه ییز مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د مرکز کلات په تنه څاه سیمه کې یو کوچنی بند د يو.ان.ډي.پي موسسې په مالي جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د زابل والي قدرت الله ابوحمزه د يو.ان.ډي.پي موسسې له همکارۍ د مننې ترڅنګ، په دغه ولایت کې د زابل د کرنې او اوبو مدیریت په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.

نوموړي وویل، چې دا بند د ۹۲ زره امریکايي ډالرو په لګښت ۷.۱۰ سانتي مترو په لوړوالي او ۲۰۰ مترو په اوږدوالي جوړ شوی، چې ۲۰۰ زره  متره مکعبه اوبه زېرمه کوي، چې پرمټ به یې۷۰۰ جريبه ځمکه خړوبه شي.

د یادونې وړ ده، چې اوسمهال هم دوه نور بندونه د شاجوی او شينکۍ ولسواليو کې تر کار لاندې دي، چې ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا