
– کابل، د غوايي ۱۸مه، باختر
د زابل د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره ۵۰ بستریز روغتون پرانیستل شو.
د دغه روغتون د پرانیستلو پرمهال د یاد ولایت د عامې روغتیا رٸیس ډاکټر میرویس افغان وویل، چې دغه روغتون په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره لازمې آسانتیاوې لري او دې برخه کې لا ډېر کارکولو ته ژمن دي.
ورته مهال د زابل مرستیال والي مولوي محب الله حماس د دغه روغتون په پرانیستلو خوښي وښود او ويې ویل، چې اسلامي امارت ژمن دی، څو د ټولو هېوادوالو لپاره د ژوند کولو آسانتیاوې برابرې او په ځانګړې توګه د روږدو کسانو ژوند ته پاملرنه وکړي.
لمر