فرهنګ

د خپرونو د چارو معينه: ملي او نړيوالې پيښې دې په همغږۍ سره تر پوښښ لاندې ونيول شي

کابل باختر دکب  شپږ ويشتمي
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د خپرونو د مسوولينو غونډه نن د دغه وزارت د خپرونو د چارو د معينې په شتون جوړه شوه.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: په دې غونډه کې ميرمن سيمين حسن زاده په خپلې ويناکې د مهمو تاريخي، فرهنګي او ټولنيزو پيښو په انعکاس کې د دولتي رسنيو ترمنځ په زياتې همغږۍ ټينګار وکړ؛ ويې ويل: ملي، تاريخي او نړيوالې پيښې دې بايد د دولتي رسنيو له لارې په بشپړې همغږۍ سره تر پوښښ لاندې  ونيول شي.
دغه راز دې ځينو داسې ننګونو ته اشاره وکړه چې دولتي رسنۍ ورسره لاس او ګريوان دي او د هغو د حل کولو په خاطر يې د همکاري ژمنه وکړه.
دغه راز په دې غونډه کې د خپرونو د چارو مسوولينو د چارو د لاښه والي په خاطر خپلې نظريې طرحه کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته