ټولنه

دحج او اوقافو وزارت خبرتيا

کابل باختر –د وږې دمياشتې دويمه:
دحج او اوقافو وزارت خبرتيا
دحج او اوقافو وزارت د حج دچارو  د لاښه تنظيمولو په  مقصد د حج د مناسکو عملي لوست سبا دروان کال  دوږي دمياشتې په دريمه نيټه  ديکشنبې  دورځې دسهارپه اوو بجو دعيدګاه په جامع جومات کې پيلوي.
البته دغه پروګرام دطرحه شوي پلان له مخې دشنبې ، دوشنبې او چارشنبې دورځو دسهار په اوو بجو دعيدګاه په جامع جومات کې دوام لري .
د ١٣٩٢ کال بيت الله  الحرام  تلوونکي دې خبروي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته