فرهنګ

دولت دې د رسنيو او خبريالانو خونديتوب ته جدي پاملرنه وکړي

کابل باخترد غبرګولي د میاشتې ۲۴ مه
د افغانستان د ژورناليستانو او د رسنيزو بنسټونو فدراسيون نن د يوې اعلاميې په خپرولو سره د افغانسان له دولت څخه وغوښتل چې د ژوناليستانو او د رسنيو امنيت او خونديتوب ته جدي پاملرنه وکړي.
دوی وايي: ورستيو ناوړه پېښو او بېلابېلو فشارونو کابل ميشتې په تېره بيا خبريالان له ګواښونو سره مخامخ کړي دي چې دغه ناوړه حالت ته په کتو سره د افغانستان د رسنيزو بنسټونو فدارسيون له افغان دولت څخه غواړي څو د وروستيو پېښو له امله له زيانمنو شويو خبريالانو او د رسنيو له استازو سره مرسته وکړي.
د افغانستان د ژورناليستانو او د رسنيزو بنسټونو فدراسیون په استازيتوب رحیم الله سمندر وویل چې افغان دولت دې له خپلې بوديجې څخه له هغو رسنيو او خبريالانو سره مرسته وکړي چې په دې وروستيوکې په ننګرهار او کابل کې د چاودنو او تروريستې پېښو له امله زيانمن شوي دي.
د افغانستان د ژورناليستانو او د رسنيزو بنسټونو فدراسیون په داسې حال کې له افغان دولت څخه د خبريالانو د خونديتوب او امنيت غوښتنه کوي چې پرون هم د طلوع ټلويزيون خبريال زيار خان ياد په ننګرهارکې د يوه خصوصي ساختماني شرکت د ساتوونکو له خوا او څو ورځې وړاندې د باختر آژانس خبريال انورالله انوري په زابل ولايت کې د پوليسو له خوا په بې رحمانه دول ووهل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته